هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ٦ :
د انصار زون دقوماندانۍ مسوولين ټينګارکوي چې په روان کال کې به په دقيق ډول په پروګرام جوړولو سره په دې حوزه کې د افغانستان دخلکو دښمنان پو پناه کړي.
د انصار زون قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل له بېلابېلو ټولنيزو قشرونو او د پوليسو له مسوولينوسره په کتنه کې ټينګار وکړ چې په لويديځ زون کې دښمن د پو پناه کيدو په حال کې دى .
په ولسي جرګه او په ولايتي شورا کې د خلکو ځينو استازو، د سرحدي پوليسو مسوولينو، د هوايي ډګر د پوليسو درستيزوال او افسرانو، د زون د لابراتوارونو مدير او پرسونل، عالمانو، مخورو، جهادي شخصيتونو، ملي سوداګرو او د خصوصي تعليمي موسسو استادانو او مسوولينو هم د انصار زون له قوماندان سره په کتنه کې په هېوادکې د سراسري امنيت په تامينولو باندې ټينګار وکړ.
0 1 دقیقه لوستل