کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
په هرات کې د زرګونو ځوانو نجونو او هلکانو د حرفوي کولواوهغو ته کارموندلو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دوه نړیوال بنسټونه دغو ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکوي ترڅو دوی بازارته د کارلاره پيدا شي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې، ۹۰۳ نجونې او هلکان له یوې حرفوي زده کړيزې دورې څخه فارغ شول.
دغه ځوانان چې ۲۵۰ تنه نجونې دي په بېلا بېلو ورکشاپونوکې د کورنی ښوونکوله لوري خیاطۍ ، اشپزى ، د موټرسایکلونو ترميم، موټر، ټلویزن، بیک جوړول ، د صنعتي او ساختماني برېښنا تخنیک ، سینګار ، ترکانی ، غالی اوبدل او لاسی صنایع زده کړې کړې دي او د کاربازار ته ننوتل.
دغه پروګرام یې د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړصندول او د آلمان د هلپ بنسټ ترسره کړی دی.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست یوه مسوول چې د دغه پروګرام د همغږي کولوماموریت پرغاړه لري باخترآژانس ته وویل چې دغه ځوانان تراوسه د خپلې حرفې په وسیله کولای شي کار وکړي او د ځان او د خپلې کورنۍ اقتصاد ته سمون ورکړي.
دغه ځوانان له دې چې حرفې يې زده کړي دي خوښ دي.
له دغوځوانانوڅخه فهیمه وايي چې له دې وروسته کولاى شي د خیاطی حرفې له لارې ځان اوخپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي.
ټاکل شوې ده څه د پاسه ۳۲۰۰ نور ځوانان په راتلوونکومیاشتوکې په هرات کې په بېلابېلو ورکشاپونوکې حرفې زده کړي او له دې لارې د کاراو پیسو خاوندان شي.
ع