کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣ :
شپږتنه وسله وال طالبان په کونــــړ ولايت کـــې له پوځيانو سره د نوې جګړې په بهېرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د دانګام ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان د باخترآ ژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل په يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان د بريد په وخت کې دپوځيانو له
خوا پرې ډزې وشوې او و وژل شول.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ