امنیت

په فراه کې دپوليسو په پوستو دطالبانو بريد ناکام شو .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
په فراه ولايت کې دملي پوليسو  او دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو  دطالبانو په ډله ئيز بريد کې اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دفراه ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند ماهر باختراژانس ته وويل: يوې ډلې  وسله والو طالبانو تيره شپه  دبالابلوک ولسوالۍ  په کنګ ساحه کې  دملي پوليسو  او دسيمه ئيزو  پوليسو په پوستو بريدونه وکړل  چې دپوليسو دځواکونو دمقاومت له امله  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې  دوسله والو طالبانو يوه اندازه  جنګي وسايل هم  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته