ټولنه

له زروبې کوره شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
په کندز کې له څه دپاسه زرو کورنيو سره دجنرال عبدالرشيد دوستم له خوا دخوراکي توکو مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې وريجې ، اوړه ، غوړي ، بوره او چاى شامل دي  .
له کندز څخه دباختراژانس سيمه ئيز خبريال خبر ورکړ،  دغه مرستې  دسنامجلس دمنشي مولوي عبدالله قرلق له خوا کندز ته راوړل  شوي دي او دغه توکي دجمهوري رياست دلومړي مرستيال جنرال رشيد دوستم له خوا داړوندبنسټ  په چوکاټ کې برابر شوي دي .
ويل کيږي دغه توکي په څه دپاسه زرو مستحقو ، بې وزلو اوبې ځايه شويو کورنيو  دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي وويشل شول .
  دکندز بې ځايه شوي وګړي په دې برخه کې دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .
داپه داسې حال کې ده چې همدا اوس دکندز ولايت په بيلابيلو سيمو کې په زرګونو کورنۍ دجګړو له امله له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړى شوې دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته