ورزش

دافغانستان او هالنډ دکرکټ دټيمونو دنيمه لوبې پاى ته رسيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
دافغانستان  او هالنډ ترمنځ  دکرکټ  نيمايي لوبه دهېواد دکرکټ دملي ټيم په غوره والي سره  پاى ته ورسيده.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دهېواد دکرکټ ملي ټيم  دانترکانټيننټال  جام په   چوکاټ کې نن دکرکټ  له کوربه ټيم سره لوبه وکړه او په دې بريالى شو چې په  ٤ر٣٩  آورونو کې دسيال  ټيم  ټول لوبغاړي  دلوبې له ډګرڅخه  حذف کړي.
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته  ١١٨ منډې هدف ټاکل شوى دى .
اټکل کيږي چې د افغانستان دکرکټ ملي ټيم  لوبغاړي  په آسانۍ سره ټاکلي هدف ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته