امنیت

د طالبانو يو قوماندان له خپلو دوو تنو افرادو سره د سولې له بهير سره يوځاى شو

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٥
د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو دوو تنو افرادو سره يې پرون په غزني ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شو.
د غزني والي محمد امان حميم د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو دغه قوماندان له زياتې مودې راپه دې خوا د کابل – غزني په لويه لاره کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
ده له دولتي ځواکونو سره د پيوستون په وخت کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته د خپلې سيمې د امنيت په تامينولو او د سولې له بهير سره د نورو طالبانو د پيوستون په لاره کې هلې ځلې کوي.
د حميم د څرګندونو له مخې: له دولت سره يوځاى شويوکسانو دوه کلاشينکوفونه، دوه تومانچې او دوه مخابرې هم له ځان سره راوړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته