امنیت

په غور کې ګارنيزيون جوړيږي .

٤٥-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

 دملي دفاع وزارت په غور ولايت کې دښه امنيت دتامينولو په مقصد په دغه ولايت کې يو ګارنيزيون جوړوي .

 دهيواد د ځمکنيو ځواکونو قوماندان جنرال  مراد علي مراد دغور ولايت ته دسفر په بهير کې  وويل چې دغه ګارنيزيون  دښه امنيت دتامينولو او له تروريزم سره دجدي مبارزې په مقصد په نږدي  راتلونکي کې په دغه ولايت کې جوړيږي

 دملي دفاع وزارت يو مقام  چې ديو هيئت په مشرۍ  دغور ولايت ته سفر کړى دى دغور له والي عبدالله هيواد سره په کتنه کې دامنيتي موضوعګانو ، دتروريزم پرخلاف دمبارزې او له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو  دليږدونې په باب خبرې وکړې .

  جنرال مراد دغور ولايت دامنيتي حالت له څيړنې وروسته دښه امنيت دتامينولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې په خاطر په دغه ولايت کې دګارنيزيون جوړول ارزښتناک  وبلل  وي  ويل   چې دغه ګارنيزيون  به ډير ژر جوړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته