امنیت

د لوګر وروستۍ چاودنې دوه مليونه ډالره زيان اړولى دى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
په لوګر ولايت کې د وروستى ځانمرګى بريد له امله مالي زيانونه څه د پاسه دوه مليونه ډالره اټکل شوي دي .
د لوګر د ولايتي شورا غړي ډاکتر عبدالوکيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لوګر ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد له امله يو شمېر تجارتي تاسيسات ، دوکانونه ، د استوګنې کورونه او دولتي ادارې چې د دغې پيښې په يو کيلومترى واټن کې وې؛ يو څه ويجاړې شوې دي.
د ده د څرګندونو له مخې: پيښه ټيک په هغه ځاى کې رامنځته شوه چې شاوخوايې د ولايتي شورا، د چټک غبرګون د قطعې او د يوشمېر دولتي ادارو ودانۍ موقعيت لري.
دغه راز د دغه ځانمرګي بريد له امله د نايب امين الله خان لوګري روغتون ته چې د پيښې سيمې ته نږدې موقعيت لري؛ هم زيات زيان اوښتى دى.
ددغه روغتون رييس ډاکتر سيد عاشق الله مجيدي وويل: د دغې پيښې له امله د روغتون په سلوکې ٦٠ تاسيسات او تجهيزات ويجاړ او له منځه تللي دي او دغه روغتون تړل شوى دى.
يو تن ناروغ لرونکى عبدالله وايي: په لوګر ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد له امله دغه روغتون ته مالي تاوان اوښتى دى او اوس روغتون تړلى دى.
ده وويل: موږ ته سخته ده چې خپل ناروغان کابل ته وليږدوو. دغه روغتون ته هره ورځ ٢٠٠ تنو ناروغانو مراجعه کوله.
ده له حکومتي مقاماتوڅخه وغوښتل چې د روغتون سمبالولو او پرانستلو ته لازمه پاملرنه وکړي.
د پل علم ښار يو تن سوداګر شير احمد وويل: د وروستي ځانمرګي بريد له امله د ټوکرانو د پلورنې مارکيټونو، د خوراکي توکو پلورنځيو او نورو پلورنځيو ته زيات مالى تاوان اوښتى دى او دغه تاوانونه دوه مليونه ډالره اټکل کيږي.
د پل علم ښار يو تن هټيوال نثار احمد وايي چې وروستى ځانمرګې بريد د زياتو مالي زيانونو په اوښتو سربېره په سوداګرۍ او پانګونې او په ټوليزه توګه په خلکو ناوړه اغيزه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په دغه بريدکې د پنځو تنو ملکي وګړو او د چټک غبرګون د قطعې د دريو تنو پوليسانو په ګډون ٨ تنه شهيدان او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٣ تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته