سیاست

جمهوررئیس غني د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٥ نيټه :                     
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون غرمه دبرتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اوربند، د سولې پروسې، ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیمې هېوادونو د همکاریو او د اسیا په ځانګړي ډول د جنوبي او مرکزي اسیا اقتصادي وده کې د افغانستان د ظرفیت او رول په اړه بحث او خبرې وکړې.
د برتانیاد بهرنیو چارو وزیر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د اوربند د مبارکۍ ترڅنګ د هغه هرکلی او ملاتړ وکړ.
هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
ده د جمهور رئیس د مدبرانه مدیریت د قدرداني ترڅنګ ژمنه وکړه چې برتانیا له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي او همدارنګه د اوربند او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي. 
جمهور رئیس د اوربند، سولې پروسې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د برتانیا د خلکو او حکومت د هر اړخیز ملاتړ قدرداني وکړه او همدارنګه یې په نړۍ او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی رول مهم وباله.#پاى-سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته