امنیت

په روزګان کې ١٩ طالبان ووژل شول

کابل / د وري٣٠مه/ باختر
په روزګان کې ١٩ وسله وال طالبان په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په ترينکوټ ښار او چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دغو نښتو کې د دې ډلې د٤ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٩وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ پوځيانو په روزګان کې د٢١ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته