روغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کروناويروس ١٣ اخته کسان مړه شوي دي .

-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
په تېرو ٢٤ ساعتو کې  دهېواد په لابراتوارونوکې دکرونا ويروس  ٥٦٤ نوى پېښې تشخيص شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتياوزارت  نن اعلام وکړ  چې دکرونا ويروس  د ٥٦٤نويو پېښو په تشخيصولو سره  په هېواد کې په دغه ويروس  داخته کسانو شمېر ٢٦٨٧٤تنو ته ورسېد .
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ١٣ تنه اخته کسان مړه شوي دي چې له دې جملې څخه درې تنه په کابل  ، درې تنه په تخار ، درې تنه په باميانو ، دوه تنه په ننګرهار ، يوتن په بادغيس او يوتن  په ميدان وردګو کې مړه شوي دي چې په دغه ويروس دمړو شويو کسانو ټول شمېر ٥٠٤ تنو ته ورسېد.
دکرونا ويروس  د ٥٦٤نويو پېښو له جملې څخه  ١٩٢ پېښې په  کابل ، ٦٥ پېښې په باميانو ، ٦٤ پېښې په تخار ، ٥١ پېښې په بلخ ،  ٤٠ پېښې په پکتيا ، ٢٧ پېښې په کندز ، ٢٧ پېښې په قندهار ، ٢٤ پېښې په ميدان وردګو ، ٢١ پېښې په  بغلان ، ١٤ پېښې په دايکنډي ، ١٢ پېښې په کاپيسا ،  ٨ پېښې په نورستان ،   ٦ پېښې په بدخشان ، ٦ پېښې په ننګرهار،  ٥ پېښې په کونړ او دوه پېښې په زابل کې  ثبتې شوي دي .     ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته