کابل باختر د غبرګولي لومړى :
دپروان ولايت د امنيتي مسوولينو غونډه د دغه ولايت د والي فضل الدين عيار په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د پروان والي دامنيتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو په باب خبرې وکړې او وېې ويل: د امنيتي بنسټونو ترمنځ همغږي د قناعت وړ ده او د دغو بنسټونو ګډ فعاليتونه د دې سبب شوي دي چې امنيت په ښه ډول وساتل شي او د دښمن په لسګونه دښمنانه پروګرامونه شنډ او د څو ډار اچوونکو پيښو مخه ونيول شي .
ده دغه راز د امنيتي بنسټونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې زيانمنوونکو سيمو ته زيات تمرکز ولري او د راى ورکوونکو د نوم ليکنې دمرکزونو امنيت ته پاملرنه وکړي .
وروسته د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د دغه ولايت د پوليسو د فعاليتونوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل چې پوليس په امنيتي فعاليتونو برسيره د جلا جلا عملياتو په بهيرکې ٢٧٨ کيلوګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط کړي دي .
ده له امنيتي مسوولينو څخه وغوښتل چې امنيتي ځواکونو د روحيې دپياوړتيا په خاطر په پرله پسې توګه ولسواليو ته سفر وکړي .
په دې غونډه کې د ملي اردو د دريمې لوا قوماندان نجيب الله په پروان ولايت کې دملي پوليسو او د ملي امنيت د ځواکونو ترڅنګ دملي اردو د همکارۍ ډاډ ورکړ .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل