امنیت

دوه تنه غزنې کې د وژنې په تړاو ونيول شول

۱۵- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د غزني پوليسو دوه تنه په دغه ولايت کې د وژنې په تړاو ونيول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل: د واغظ ولسوالۍ منسوبینو د قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د پوليسو په همکارۍ دوه تنه د وژنې په اړوند نيولي دي.
نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
سيرت زياته کړه: نيول شويو کسانو څه موده وړاندې يو تن وژلى و او موټر يې غلا کړى و.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته