سیاست

دمشرانو جرګې رييس د للندر دسيمۍ د خلکو ستونزې واوريدې

کابلباختردسنبلي٢٥
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د کابل ولايت د چارآسياب ولسوالۍ د للندر دسيمې ديو شمير اوسيدونکو ستونزې وا وريدي .
دکتنې برخه والو د خپلو يولړ غوښتو دطرحه کولو په ترڅ کې دتنګي سيدان درې په ساحه کې د ميدان وردګو د سيند په وړاندې دشاتوت د اوبو د بنددجوړولوپه باب چې د انرژۍ او اوبو وزارت له خواجوړيږي  وويل ، چې دللندر درې  د ذخيروي  بند جوړول  دللندر په ساحې پورې اړه لري بايددشاتوت له بندڅخه د للندر بند په نامه  ونومول شي او څرنګه چې د بند دزيرمې ساحې ټول بڼونه دې بايد د استملاک بدل يې دبندله جوړولومخکي مستحقوکسانوته يې ورکړاى شي اوهم هغه کرنيز املاک چې د اوبو له زيرمې څخه په لرې واټن کې دي ، استملاک نه شي .
دسنا مجلس رييس دنظر وړ ساحې د کتنې لپاره د يوهييت د موظف کولو په ترڅ کې وويل : چې  د دوي قانوني غوښتنې به په لازمه توګه  وڅيړل شي .
دغه راز د سنامجلس رييس د مشرانو جرګې ستاين ليکونه دسوداګري اوصنايعو و زارت د نړيوالي سوداګري معين مزمل شينواري او د ښارجوړولو دچارو  وزارت مالي رييس انجنيرحبيب الرحمن قاسم ته  ددوي دخدمتونو په درنا وي ورکړل .
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزد يار د زابل ولايت دسناتورانو او خلکو په وړانديز په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو په لاره کې د زابل ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال  روغ ليوني دغوره خدمتو نو په درناوي د مشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړ اود چارو په ترسره کولو کې يې  د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله  وکړه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته