ټولنه

په بلخ کې له اخلاقي مفاسدو سره دمبارزې کميسيون په فعاليت پيل وکړ

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دبلخ ولايت په مرکز مزارشريف  ښار کې له اخلاقي  فساد سره دمبارزې کميسيون پرون په کار پيل وکړ .
دغه کميسيون دبلخ ولايت دعدليې ،  حج او اوقافو  ، اطلاعاتو او فرهنګ ، اقتصاد ، دمزارشريف ښاروالۍ  داستازو او دشيعه اوسني عالمانو په ګډون په فعاليت پيل کړى دى .
   ددغه کميسيون مسوولين له اخلاقي فساد او له نورومنکراتو سره دمبارزې دکميسيون دجوړولو موخه داخلاقي فساد او منکراتو پرخلاف دمبارزې په لاره کې د ښار جدي څارنه  وبلله .
دبلخ ولايت دحج اواوقافو  رييس مولوي محمود دانشجو د باختراژانس خبريال ته وويل  چې  دغه کميسيون د اخلاقي مفاسدو اومنکراتو په کمښت کې ګټور رول لوبوي .
ده وويل :که څه هم په بلخ کې داخلاقي مفاسدو اومنکراتو کچه ټيټه  ده خوسره له دې هم دغه کميسيون مکلفيت لري چې دروژې په مبارکه مياشت کې ددغې پديدې پرخلاف  مبارزه وکړي
دبلخ ولايت دعدليې رييس سيد محمدجعفر مصباح داخلاقي  مفاسدو او دنورو منکراتو پرخلاف دمبارزې په کار کې درسنيو رول  ګټور وباله  او له رسانه يي فعالونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته