کابل باختر د سلواغې پنځمه
د څه د پاسه ١٣٠ زرو افغانيو په ارزښت په دې وروستيو وختوکې په فراه ولايت کې په ٣٠ بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په دغو خوراکي توکو کې غوړي، وريجې، لوبيا، بوره، غنم، چاى او مالګه شته چې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوراکي زيرمو سره د فراه ولايت په مرکز پورې اړوند بهبود کلي کې په مستحقو کورنيو وويشل شول .
د فراه ولايت يوه اوسيدونکې مېرمن نيکبخته وايي: له دې امله چې د ولسي تړون ملي پروګرام په پرمختيايي پروګرامونو سربيره له بې وزلو کورنيو سره د مرستې پروګرامونه هم لري، ډيره خوشحاله يم .
هغې په فراه ولايت او د هېواد په نورو ولايتونوکې له بې وزلو خلکو سره ددغه پروګرام د مرستو د دوام غوښتنه وکړه .
ختم_ عطاالله _ اکرم