روغتیا

په زابل کې د روغتيايي مرکزونو شمیر زیات شوی.

کابل باختر د ليندۍ اوومه
  د زابل ولایت ټولو اوسیدونکو ته روغتيايي خدماتو د رسولو په موخه  زیاتې هڅې شوي او لا هم هلې ځلې کيږي چې په دې برخه کې نور پرمختګونه هم وشي.
د زابل ولايت د عامې روغتيا رياست ډاکتر زمري سلطان د باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل په تېرو دوو کلونو کې په دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو په شمېر کې د پام وړ ډیرښت راغلی دی.
دوی زياته کړه دوه کاله وړاندې پدې ولایت کې ټول دیارلس روغتیايي مرکزونه وو، خو اوس دغه شمېر څلور دېرشو ته لوړ شوی چې له امله يې ډېری سیمي د دوي د خدماتو تر پوښښ لاندي راغلي دي.
د ده په خبره  اوس د دې ولایت په ډېرو لرې پرتو سیمو کې روغتیايي کلینيکونه جوړ شوي او د ناروغانو درملنه پکې په خپل وخت په وړیا ډول ترسره کيږي.
هغه وویل د کلینيکونو تر څنګ په سلګونو روغتیايي کارکوونکي هم روزل شوي او دوی ته درمل ورکول کيږي، تر څو په خپلو سیمو کې له ناروغانو سره لومړنۍ مرستې وکړي.
د دغه ولایت عام وګړي وايي چې د روغتیايي کلینيکونو په زیاتوالي سره د خلکو یو شمېر ستونزي هوارې شوي خو دوی د لا زیاتو خدماتو غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي د قلات په مرکزي روغتون کې د خدماتو په کیفیت کې ښه والی راغلی او د ناروغانو درملنې ته په ښه توګه پاملرنه کیږي.
ده زياته کړه: پخوا به دې ته اړ وو چې، د کوچنۍ ناروغۍ لپاره نورو ولایتونو یا هم ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شو، خو اوس د ډېرو  ناروغيو درملنه په ولایتي روغتون کې  کیږی .
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین په داسې حال کې د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي او ښه والي خبره کوي چې یوه میاشت وړاندې په دې ولایت کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له لوري د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د شته ستونزو د څیړلو په موخه ورکشاپ جوړ شوی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته