کابل/دمرغومې۱۹مه/باختر
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د افغانستان د کرکټ بورډ د لوى رییس فرهان یوسفزي کړنې وستایلې.
له کرکټ بورډ څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون رييس انجنیر هلمند هلمند، ګل احمد کمین، حمید الدین یول راش او ګل زمان نایب په نړیواله کچه د افغان کرکټ بورډ لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د ولسي جرګې دغو غړو د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې خپل ملاتړ اعلام کړ او پر هېوادوالو یې غږ وکړ چی د کرکټ د ودې لپاره سره یو موټى شي.
هغوی په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو ترمنځ د وروستیو رامنځته شویو ستونزو په حل کې د دغې ادارې د مشر فرهان یوسفزي مثبت ګامونه وستایل او ډاډ یې څرګند کړ چی د یوسفزي په مشرۍ کې به د افغانستان کرکټ بورډ د لا ډېرو لاسته راوړنو شاهد واوسي.
په همدې حال کې د کرکټ بورډ لوى رییس فرهان یوسفزي هم د ولس له استازو مننه وکړه او زیاته یی کړه چی د دوی ستاینه به یې د کار په ډګر کې انرژي نوره هم زیاته کړي.
یوسفزي وویل: کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده او په دې ادارې پورې د هر افغان هیلې تړلې دي.
هغه زیاته کړه چې ژمن دی د تېر په څېر به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د افغانانو د خوشحالۍ او د هېواد د سرلوړۍ لپاره خدمت ته دوام ورکړي.
د کرکټ بورډ ادارې د مشر کړنې وروسته له هغې وستايل شوې چې په دې اداره کې يې د اصغر افغان او د ګلبدين نايب ترمنځ راپورته شوې شخړه حل کړه.
پاى/وصال
0 1 دقیقه لوستل