سیاست

اجراييه رييس مزارشريف ته لاړ

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ مزارشريف ته لاړ.
د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ماليې، ترانسپورت او د انرژۍ او اوبو کانديد وزيران، د اقتصاد وزير او د برېښنا شرکت رييس مزارشريف ته په سفرکې د ډاکتر عبدالله عبدالله ملتيا کوي.
ټاکل شوې ده د ازبکستان صدراعظم هم نن د مزارشريف ښار ته سفر وکړي.
  ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته