کابل باختر د ليندي څلورمه
څلور تنه وسله وال طالبان دلغمان ولايت د دولت شاه په ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې دملي اردو دځواکونو له مقاومت سره مامخ شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان سخت ټپي شو.
ځواک زياته کړه: په دې نښته کې د ملي اردو يوسرتيرى شهيد او يوتن بل ټپي شو. دټپي حالت مخ په ښه والى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ