امنیت

په فارياب کې ديو جومات په لاره کې د طالبانو ناکام ماين ايښودنه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دفارياب ولايت امنيتي ځواکونه وايي چې دلمونځ کوونکو د وژلو لپاره يې د طالبانو طرحه ناکامه کړې ده .
دخبرونو له مخې :  وسله والو طالبانو دخان چارباغ ولسوالۍ ديو جامع جومات په لاره کې ماين ښخ کړى و او غوښتل يې داختر په لمونح کوونکو بريد وکړي . خو دامنيتي ځواکونو له خوا ددغو ماينونو په کشفولو سره د طالبانو طرحه ناکامه شوې ده .
دفارياب ولايت يو امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه ماينونه نن په يو واټ کې چې دخان چار باغ ولسوالۍ ديو جامع جومات په لور غځيدلى ښخ کړى شوي و.
داپه داسې حال کې ده چې دسيمې په سلګونو تنو اوسيدونکو له دغې لارې څخه په تيريدو سره جومات ته لاړل او دنيکمرغه لوى اختر لمونځ يې ادا کړ.
دفارياب امنيتي ځواکونه وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي او وايي چې دهغو دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته