روغتیا

د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د يو ننګرهاري ځوان هڅې

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
په ننګرهار کې يو ځوان په خپلو شخصي پيسو هلې ځلې کوي چې په ټولنه کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه ونيسي.
هغه هره ورح د خلکو په کورونو او تړلو ځايونو او بازارونو کې د ميکروب ضد درمل شيندي او خلکو ته د ماسکونو دستکشو او د عفوني ضد اوبلن توکو د وېشلو تر څنګ هغوى ته په کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي د لارو چارو په اړه خبرې اترې کوي.
حبيب اميري دباختر آژانس له خبريال سره په خبروکې له نورو ځوانانو وغوښتل  چې لاسونه ورسره ورکړي او د کرونا وژونکي ويروس له شر څخه ځان او خپل خلک وژغوري.
د ننګرهار خلک د حبيب د دغه اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل چې د خلکو پيوستون په افغانستان کې د کرونا ويروس د مخنيوي يوازينۍ لاره ده.
ختم – ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته