کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
د داعشيانو د ډلې پنځه ديرش تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته خبرورکړ چې، په نويو بريدونوکې پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل؛ په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دکوټ ، هسکې مينې ، روداتو ، دربابا او د اچين د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د رارسيدلوخبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو پرون سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. پاى ذکرالله