کابل باختر دلړم ديرشمه :
دجمهوري رياست دوياند مرستيال سيد ظفر هاشمي نن په يوه خبري غونډه کې قزاقستان ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسفر نتيجې په ګوټه کړې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ده په دې خبري غونډه کې وويل دافغانستان هيئت دکرنې ، نورم او ستندرد ، بيړني حالت ، دديپلوماسۍ دانتستيوت دجوړولو او داطلاعاتو دراکړې ورکړې اوداطلاعاتو اوفرهنګ په برخوکې دهمکارۍ څلور تفاهم ليکونه اودوه موافقه ليکونه لاسيک کړي دي .
دهاشمي دڅرګندونوله مخې ددواړو جمهورو رييسانو په کتنه کې له قزاقستان څخه دشپږ سوه زرو ټنو غنمو دپيرودنې موافقه وشوه او هيئت دحقوقي چوکاټ دټاکنې لپاره موظف کړى شو .
دافغانستان جمهور رييس دقزاقستان له صدراعظم سره په کتنه کې افغان سوداګرو ته د ويزې دورکولو لپاره داسانتياو دبرابرولو غوښتنه وکړه او موافقه وشوه چې دقزاقستان لورى له دې وروسته افغان سوداګرو ته ديوې مياشتې لپاره نه بلکې دشپږو مياشتو لپاره ويزه ورکوي .
دترانزيتي مسئلو ، قزاقستان ته دافغانستان دوچې ميوې او دزعفرانو دصادراتو او دغه راز قزاقستان ته د سوداګرو دپيسو دليږدونې په باب خبرې وشوې اوموافقه وشوه دافغانستان جمهورييس په قزاقستان کې له افغان محصلانو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې وڅيړلې .
جمهور رييس په نظر بايوف پوهنتون کې دوينا په کولو سره دسيمه ئيزو مسئلو په باب خبرې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل