کابل باختر د ثور دمياشتې ١٤ :
د مطبوعاتو نړيواله ورځ په بلخ ولايت کې په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په دغه ولايت کې رسنۍ د تيرو کلونو په پرتله ښه ځليدلې دي دي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق د باختر آژانس خبريال ته وويل: رسنۍ په ټولو برخوکې خپله اغيزه لري او خلک هم د رسنيو خپرونې په بېلابېلو برخوکې د خلکو د اصلاح او پوهاوي په لاره کې اغيزمنه وسيله بولي.
خليق زياته کړه: که څه هم په بلخ کې رسنۍ ټولنې د رسنيو د قانون له مخې د اطلاع رسولو په برخه کې مسلکي عمل کوي؛ خوبيا هم د رسنيو د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په لاره کې د بېلابېلو بنسټونوله خوا دوى ته روزنيز پروګرامونه ترسره کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې په تيرو ديارلسو کلونوکې د حکومت يو ستر برياليتوب د بيان آزادي او د رسنيو وده ده.
0 1 دقیقه لوستل