امنیت

دپيليکان موسسې تښتول شوى کارکوونکى ازاد کړى شو

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
په باميانو ولايت کې پرون دپيليکان موسسې يو کارکوونکى دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شو . 
دباميانوولايت  دوالي دمطبوعاتو مسوول باختراژانس ته وويل چې سيد صابر صميم  دباميانو ولايت دامنيتي او کشفي  ځواکونو او دسيمې دسپين ږيرو په هلوځلو سره دانسان تښتونکو له منګولو څخه ازاد کړى شو .
دپيليکان موسسې کارکوونکى سيد صابر صميم لس ورځې مخکې دباميانو ولايت دپنجاب ولسوالۍ دسنکريز له سيمې په کفشان کلي کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته