امنیت

په هلمند کې دريو تنو امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
امريکايي مقاماتو  اعلام کړى دى  چې په هلمند کې ددغه هېواد دريو تنو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دامريکا ددفاع ووزارت وياند پيترکوک ويلي دي چې په هلمند ولايت کې امريکايي پوځيانو ته ددندې دترسره کولو په بهير کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
دامريکا ددفاع وزارت وياند زياته کړې ده چې ددوى يوه سرتيري  دسختو ټپونو له امله سا ورکړه او دوه تنه نور يې ټپيان دي .
دغو پوځيانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته  چې دهلمند ولايت په مارجه کې  افغان  سرتيرو ته په عملياتو کې دسلامشورې ورکولو ،  مرستې او دتعليمي ماموريت په بهير کې  و .
ښاغلي  کوک  دامريکايي پوځيانو دسر د زيان په باب دخپلو خبرو په بهير کې  ويلي دي چې افغان پوځيان دعملياتو په بهير کې په شاتګ نه کوي  او سيمه  دښمن ته نه پريږدي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته