امنیت

ددرقد امنيه قوماندان شهيد کړى شو .

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
دتخار ولايت ددرقد ولسوالۍ امنيه قوماندان څو شيبې مخکې د مقناطيسي ماين دچاودنې له امله شهيد شو .
  دتخار دوالي وياند باختراژانس ته وويل چې ددرقد امنيه قوماندان محمد عمر هغه وخت شهيد کړى شو چې دده دسپرلۍ په موټرکې ځاى پرځاى شوى مقناطيسي  ماين ددغه ولايت ودانۍ  ته څيرمه وچاوديد .
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې دده دوه ساتونکي  دوالي  له وياند جواد ادريس سره   ټپيان شول .
جزئيات وروسته خپرېږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم                                               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته