ورزش

د بلکورش د سيمه ييزې غيږې نيونې سيالۍ ترسره شوې

هرات باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
د بلکورش د غيږې نيونې فدراسيون  د غيږې نيونې د څلويښتو تنو پهلوانانو په       
ګډون  د دغې څانګې سيالۍ په پنځو وزنونوکې ترسره کړې.
په دغوسياليوکې د السادات له کلپ څخه محمدګل پهلوان د اتحاد له کلپ څخه جليل احمد پهلوان ته ماتې ورکړه.
دغه راز د ګذرې له کلپ څخه پهلوان ګلاب شاه د انصاري له کلپ څخه پهلوان جاويد ته ماتې ورکړه.
دغه راز د انصاري له کلپ څخه پهلوان وکيل احمد د هرات باستان له کلپ څخه پهلوان نصيراحمد ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د هرې جمعې په ورځ د ګذرګاه شريف د غيږې نيونې په ډګرکې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته