کابل باختر د سلواغې ٢٠ نيټه :
افغان پوځيانو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او د ګرشک او سنګين په
ولسواليو کې د وسله والوطالبانو دجنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو
بريالي شوي دي .
د هلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې افغان پوځيانو په هلمند کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړې ده .
امنيتي مامورانو پرون سهار د لښکرګاه ښار او د هلمند ولايت د سنګين او ګرشک د ولسواليو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خواپه ګن ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل