ورزش

د آريانا او اتفاق ټيمونو ګټوونکى نه درلود

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
دهرات دفوټبال دغوره ليک د وروستى  پړاو سيالۍ پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې د آريانا او افغان ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه يې په يوه ګول سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د اتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي چې په دوام کې يې ټاکل شوې ده نن د ابو مسلم اوکوهستان ټيمونه لوبه وکړي .
ديوبل خبر له مخې: دهرات د فوتسال د دويم لاس سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند .
  دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د زحل ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د مولانا ټيم ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې د عمران او هيري ټيمونو لوبه په يوې ګول سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ د څلورويشتو ټيمونوترمنځ  په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن د ياران ټيم له هريوا او د نهضت ټيم له هرات باستان سره سيالي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته