امنیت

پولند خپل دوه سوه تنه سرتيري افغانستان ته رااستوي .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
ټاکل شوې ده پولند خپل دوه سوه تنه سرتيري دناتو دځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته راواستوي .
دپولند ددفاع وزارت اعلام وکړ چې ددغه هېواد دوه سوه تنه سرتيري به دناتو دځواکونو په چوکاټ کې  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې په موخه په نږدې  راتلونکې کې افغانستان ته واستول شي .
  دپولند داردو ديوه مقام دڅرګندونوله مخې په افغانستان کې ددغه هېواد دسرتيرو ماموريت به دافغانستان دامنيتي ځواکونو روزنه اوسلامشوره وي او دوى به دروان ميلادي کال دسمبر دمياشتې تر منځنيو وختو پورې  په افغانستان کې دنده ترسره کړي .
  دغه پولندي مقام زياته کړه چې دغه سرتيري دتيرميلادي کال ددسمبر له مياشتې څخه تراوسه پورې په افغانستان کې  دناتو له ځواکونوسره دپيوستون او دخپل نوي ماموريت دترسره کولو لپاره زده کړې کوي.
په افغانستان کې دپولندي پوځيانو شتون له ٢٠٠٢  ميلادي کال څخه پيل شوى او تراوسه پورې ددغه هېواد په سلګونو تنو پوځيانو په افغانستان کې ماموريت ترسره کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته