سیاست

د کورنيو چارو په وزارت کې نوې ټاکنې

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د کورنيوچارو وزارت په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د عالي مقام په منظورۍ د دغه وزارت په مربوطاتوکې دغه ټاکنې شوې دي:
• پاسوال رحيم الله برهاني دکورنيو چارو وزارت د مقام د دفتر د لوى رييس په توګه
• پاسوال عبدالضيا د پلټنې د لوى رييس په توګه.
• پاسوال محمد وسيم په امنيتي چاروکې د سترمعينيت د دفتر دلوى رييس په توګه.
• د  لوژيستيک لوى رييس پاسوال الهام الدين، د ښوونې او روزنې د لوى قوماندان په توګه .
• مل پاسوال محمدنجيب امان له تروريزم سره دمبارزې دلوى رييس په توګه
• مل پاسوال نورحبيب د بغلان ولايت د امنيه قوماندان په توګه
• مل پاسوال عبدالغيور له درندو جرمونو سره د مبارزه د رييس په توګه
• مل پاسوال عبدالواسع د پاليسۍ او ستراتيژۍ معينيت دمرستيال په توګه
• مل پاسوال محمد ويس صميمي د روزګان ولايت دامنيه قوماندان په توګه
• مل پاسوال ګلبدين دعامه محافظت دمعينيت دملي او بودجې د رييس په توګه
• مل پاسوال آقا نور کينتوز د هلمند ولايت د امنيه قوماندان په توګه
• مل پاسوال عبدالرزاق د پلان او اوپراسيون د لوى رياست د مرستيال په توګه
• مل پاسوال احمد فهيم قايم د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندان په توګه
• مل پاسوال علي احمد د تدارکاتو د لوى رياست د مرستيال په توګه
• مل پاسوال محمد ايوب د لوګر ولايت د امنيه قوماندان په توګه
• مل پاسوال رحمن الدين د ٣٠٢ سپين غر زون د قوماندانۍ د مرستيال په توګه
• د ملي دفاع وزارت افسر سمونوال فريد همکار د کورنيو چارو د وزير د سر ياور په توګه
• او سمونوال جميشد طوطاخيل د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د لوى رياست د تحقيقاتو درييس په توګه.
دغه راز مل پاسوال خليل الله ضيايي د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ د سرپرست په توګه او مل پاسوال غلام ثنايي د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې د لوى رياست د معاونيت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي .
د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد نوي ټاکل شوي افسران معرفي کړل او هغوى ته يې په خطاب کې وويل چې په کاري چاروکې له نورو ځواکونو سره همغږۍ ته لومړيتوب ورکړي او په خپل وخت د خلکو ستونزې وڅيړي چې خلک په بشپړ باور سره د امنيتي ځواکونو او په تېره بيا د پوليسو ملاتړ وکړي .
د کورنيو چارو وزير د دغه وزارت نويو ټاکل شويو افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د دندې د اجرا کولو په وخت کې له خلکو سره له ښه سلوک څخه کار واخلي او ښه چلند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته