امنیت

دسرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو دعشر او ذکات دمسوول نيول کيدل .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
دسرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ دطالبانو دعشر او ذکات مسوول پرون دپوليسو له خوا ونيول شو .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان نور حبيب  ګلبهاري دباختراژانس خبريال ته وويل دسرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې دطالبانودعشر او ذکات مسوول چې له خلکو څخه دعشر او ذکات په راټولولو بوخت و له پنځه څلويښتو  پسونو او وزو دپلورنې په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
  دسيمې دخلکو دڅرګندونو له مخې،  دغه سړى هغه وخت نيول شوى دى چې دسيمې خلک دطالبانو دعشر اوذکات دراټولولو او ظلم څخه په تنګ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته