ټولنه

په روژه کې د رخصتۍ په موخه د هرات پوهنتون د محصلانو مظاهرې

هرات  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩:
د هرات پوهنتون څه ناڅه  درې سوو  تنو  محصلانو پرون  په اعتصاب او لاريون  لاس پورې  کړ.
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې : دهرات پوهنتون څه ناڅه  درې سوو تنو محصلانو   په تيره بيا هغو محصلانو  چې له نورو ولايتونو څخه  په دغه  پوهنتون کې په زده کړې بوخت دي  د هوا د تودوخې له امله   غواړي  چې دروژې په مبارکه مياشت کې  د لوړو زده کړو وزارت له  خوا رخصت شي . محصلانو دهغو ستونزو چې ورته پيدا شوي دي يادونه وکړه  او درخصتۍ غوښتونه يې وکړه.
د هرات پوهنتون  يو خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته  وويل :  چې په دې اړوند يې د لـــوړو    زده کړو د  وزارت  له مقاماتو سره اړيکې نيولي دي  اود محصلانو ستونزې يې  په  ګوته کړي دي  چې په دې اړوند تصميم ونيسي او  اعتصاب  کوونکې خپل  اعتصاب پاى ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته