اقتصاد

په پروان کې د نهو مميز خونو د جوړولو کار پيل شو

-کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې نن د نهو مميز خونو د جوړولو کار پيل شو.
دغه مميز خونې د بګرام ولسوالۍ په غلام علي کلي کې جوړېږي .
دغه مميز خونې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى او مالدارۍ د ملي پروګرام دخلکو په پنځوسو ونډې سره د درې میليونو ۶۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: هره مميز خونه به له پنځلسو څخه تر شلو مټريک ټنو انګورو د وچولو ظرفيت ولري او  له هرې خونې څخه به له څلورو څخه تر پنځو مټريک ټنو پورې معياري مميز ترلاسه شي.
د دغو مميز خونو د جوړولو هدف په بازار کې د مميزو د بيو لوړول او د بڼوالو د عوايدو زياتوالى دى.
د دغو مميز خونو په جوړولو سره تمه کيږي د هرخاوند عوايد له ۲۰۰ زرو څخه ۵۰۰ زرو افغانيو ته زيات شي.
  ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته