کابل باختر دمرغومي لومړي :
زموږ د هېواد اته ديرشو تنو ځوانو پيلوټانو په چک جمهوريت کې د يوې پنځلس مياشتنۍ روزنيزې دورې په پاى ته رسولو سره نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دباختر آژانس دخبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د جک جمهوريت په پرلوبيتسه ښار کې جوړه شوې وه؛ په چک جمهوريت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير او فوق العاده استازي سيدمصدق خليلي په دغومراسموکې په ګډون سره په خبروکې د دغو ځوانو پيلوټانو د فراغت له امله مبارکي وويله او د دوى د روزنيزې دورې بشپړيدل او له هوايي پوځ سره د دوى پيوستون يې د افغانستان اردو او په تېره بيا د هوايي پوځ ته يوه ښه لاس ته راوړنه وبلله .
خليلي د دغه روزنيز پروګرام په جوړولوکې د همکارۍ په لاره کې د امريکا د متحده ايالاتو او د چک جمهوريت له هېوادونوڅخه د قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان د هوايي ځواکونو د کمي اوکيفي ظرفيتونو لوړول دافغانستان د اردو اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې هوايي ځواکونه په حقيقت کې د جګړې په ډګرکې د اردو ساتندوى چتر دى .
ده د افغانستان د هوايي پوځ له ليکوسره د دغو نويو پيلوټانو پيوستون چې په نويو او په نړيوالو معيارونو په متناسبو زده کړو سره د هوايي پوځ د ځواکمنيو په لوړولو او پياوړتيا کې اغيزمن وباله .
د يادونې وړ ده چې له ١٣٩٤ کال را پديخوا د هېواد کابو سل تنه ځوان پيلوټان په بېلابېلوګروپونوکې د پنځلس مياشتنيو روزنيزو دورو د تيرولو په موخه د چک جمهوريت ته استول شوي دي چې د لومړۍ دورې شمېر چې اته ديرشو ته رسيږي؛ نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل او د هېواد له هوايي ځواکونوسره د پيوستون لپاره هېواد ته را واستول شول .
د يادونې وړ ده چې دغه پروګرام د امريکا د متحده ايالاتو له خوا تمويل او روزنيزې دورې يې د چک جمهوريت د دفاع وزارت په همکارۍ په دغه هېواد کې پرمخ بيول کيدې او ټاکل شوې ده چې د را روان کال په نيمايي کې پنځوس تنه نور هم په دغه شمېر ور زيات شي .
0 1 دقیقه لوستل