امنیت

په غور کې دوه تنه شهیدان شول

کابل / د غویي ۴مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو پرون دوه تنه د غور په شهرک ولسوالۍ کې په ډزو سره شهیدان کړل.
د غور د شهرک ولسوالۍ یوې سیمه ییزې سرچینې د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو دغه دوه ځوانان د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د شهرک ولسوالۍ مرکز ته څېرمه خواجه سارانو کلي کې شهیدان کړل.
د غور امنیتي مسوولینو تراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته