ورزش

په هرات کې د فوټبال د دويم لاس غوره سيالى دوام لري

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس غوره سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د پيمان او د هيواد ټيمونه لوبه وکړه چې په پاى کې لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.
دغه راز په هرات ولايت کې د فوټبال د لومړى لاس سياليو پرون مازيګر د اتحادغوريان ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د خراسان ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن مازيګر د پامير او پيام آسيا ټيمونه لوبې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته