اسلام آباد- جيونيوز – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم نواز شريف نن ديوې وينا په ترڅ کې ددغه هيواد دامنيتي حالت په باب دپاکستان پارلمان ته معلومات ورکړي .
د نواز شريف وينا په داسې حال کې کيږي چې په پاکستان کې د تندلارو وسله والو مخالفينو پرضد دمبارزې په خاطر غوښتنې د هرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي.
دا به په تيرو اتو مياشتو کې د دغه هيواد په پارلمان کې د نواز شريف لومړۍ وينا وي ، له هغه وروسته چې له طالبانو سره دسولې خبرې نتيجې ته ونه رسيدې ، ددغه هيواد له پوځي قوماندان څخه وغوښتل شول چې د طالبانو پرخلاف دپراخو عملياتو پلان تنظيم کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ