امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه :
درې تنه  ماين ښخوونکي  طالبان په روزګان ولايت کې  د پوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار غوښتل  دترينکوټ ښار ته څيرمه   په يو واټ کې ماين ښخ کړي  چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دروزګان ولايت   دپوليسو يوه مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دپوځيانو په دغو ډزو کې  درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
طالبان په افغانستان کې  په لويو لارو   کې دماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي  چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته