روغتیا

په لغمان کې به نېږدې هغو دوه سوه زره هغه کوچنیانو ته چې عمرونه یې له پینځه کلونو کم دي د پولیو واکسین تطبیق شي.

کابل باختردوري ٢٨
نن په ټول لغمان کې له پینځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ( فلج ) د واکسین د تطبیق په موخه پینځه ورځنی کمپاین د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د عامې روغتیا ریاست د اړونده مسوولینو په لاسونو پیل شو.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لومړی د لغمان ولايت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي د پولیو د ناروغۍ او د خپل اړونده ریاست د تر سره کړو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې له نېکه مرغه تر دې دمه په لغمان کې د دغې ناروغۍ کومه نښه شتون نه لري، خو د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې مو هڅه هم همدا ده چې مخکې له مخکې باید په دې برخه کې جدي کار  وکړو تر څو هغه کم عمره کوچنیان چې عمرونه یې له پینځو کلونو ښکته دي، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته نشي.
ډاکتر قیومي زیاته کړه سره له دې چې د له پروګرام سره سم باید د دغه پینځه ورځني کمپاین په ترڅ کې په ټول لغمان کې یو سلو نهه پنځوس زره، اووه سوه اووه اویا ( ۱۵۹۷۷۷ ) تنه له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي خو دوی پلان لري چې په همدې کې کمپاین کې یو سلو نهه نوي زره، یو سلو اته اویا کوچنیان واکسین کړي.
وروسته دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال د عامې روغتیا ریاست کار کوونکو ته جدي لارښوونه وکړه چې خپل ټول امکانات په کار واچوي او په دقیقه توګه د دغې بهير مدیریت وکړي، څو هیڅ یو کوچنی چې په شرایطو برابر وي، په دې بهيرکې د واکسین له کولو پاتې نشي.
نعیمي زیاته کړه چې دا پروسه ولایت مقام ته ډېر اهمیت او ارزښت لري او له مدیریت څخه به یې ولایت مقام په کلکه نظارت وکړي.
دلغمان والي په دیني عالمانو، قومي مخورو، ولایتي شورا او قومي شوراګانو غږ وکړ چې د خپلې دیني او اسلامي وجیبې له مخې په دغه کمپاین کې په رضاکاره توګه فعاله ونډه واخلي څو د لغمان په یوګوټ کې هم  په شرایطو برابر کوچنیان د واکسین له تطبیق څخه پاتې نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته