خبرونهنړۍ

د ایران د مرحوم ولسمشر ابراهیم رییسي په واکمنۍ کې د ایران د سیاسي، اقتصادي او پوځي تاریخ مهمې پېښې په لاندې ډول دي

نړۍ، د غوايي ۳۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د رییسي په حکومت کې ایران په رسمي ډول د شانګهای د همکاریو سازمان سره یوځای شو او په همدې دوره کې یې د برېکس اقتصادي تړون غړیتوب هم ترلاسه کړ.

ایران د ابراهیم رییسي په دوره کې وتوانېد له ځینو عربي او افریقایي هېوادونو لکه سعودي عربستان، کویټ، مصر، لیبیا، سوډان، جیبوتی او مالدیف سره خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې له سره پیل کړي.

تهران د نوموړي په حکومت کې د نفتو تولید تر ټولو ډېرې په ورځ کې ۳.۴ میلیونه بوشکو ته ورسوه او دغه راز یې وکولی شول د امریکا له لوري کنګل شوي میلیاردونه ډالر ازاد شول.

د ایران پوځ وکولی شول د ابراهیم رییسي په دوره کې د لومړي ځل لپاره پر اسرایلو پراخ توغندیز مخامخ بریدونه ترسره کړي.

تازه یې هند ته قناعت ورکړ، تر څو په چابهار بندر کې د سلګونو میلیونو ډالرو پانګونې ته مټې راونغاړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته