امنیت

ايټاليا له افغان ځواکونو سره دمرستو د دوام ژمنه وکړه.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ايټالوي سرسلاکار دخپل ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته دهرات دپوليسو سره مخه ښه وکړه.
دايټالوى ځواکونو دغه لوړ رتبه افسر دغوڅ ملاتړ دځواکونو په چوکاټ کې له شپږو مياشتو دندې له ترسره کولو وروسته نن دهرات ولايت له امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصارى او دپوليسو له کشفى مديرانو سره په کتنه کې دافغان دپوليسو دځواکونو سره دملاتړ په لاره کې دايټالوى ځواکونو بشپړ تيارى ډاډ ورکړ.
دهرات ولايت امنيه قوماندان په هرات کې د دندو په دوره کې ددغه سلاکار دهلوځلو له امله قدردانى وکړه او دهرات دپوليسو نښان يې ده ته ورکړ.
دغه راز دايټالوى ځواکونو نښان دهرات دپوليسو دسرسلاکار له خوا دهرات ولايت امنيه قوماندان ته ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته