اقتصاد

دپلخمري افغان دنساجي فابريکه له رکود سره مخامخ شوې ده .

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
دپلخمري  افغان نساجي  په دستګاه کې دتوليد کچه په دې وروستيو وختو کې ټيټۀ شوې ده پخوا دغې دستګاه  په يوه شپه او ورځ کې څه دپاسه سل زره متره توکران توليدول خواوس يې دتوليد کچه شپږ سوه متروته کمه شوې ده .
دپلخمري  افغان دنساجي ددستګاه رييس غلام  قادر دباختراژانس خبريال ته وويل دغې دستګاه پخوا ددرې زره پنځه سوه  تنو کارګرانو په  لرلو سره په دريو کاري وختونوکې څه دپاسه سل زره متره صحني توګران توليدل خواوس ديو سلو  درې ويشتو تنو کارګرانو په شتون سره دتوليدکچه يې شپږ سوه مترو ته ټيټه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغې فابريکې په توليداتو کې دکمښت اصلي علت ددغې فابريکې دتوليداتو لپاره دمناسب بازار نه شتون دى او ددستګاه دمشرتابه  هيئت  له بيا غوښتنو سره سره دولت ددغې فابريکې دودې او پراختيا په برخه کې هيڅ راز پاملرنه نه ده کړې او داکار ددې سبب شوى دى چې دمحصولاتو دعالي کيفيت له شتون سره سره دتوليد بهير له ډب سره مخامخ شي او توليد کچه يې بيخي ټيټه  شي
ده زياته کړه چې د اړتياوړ پومبې په ګډون دزياتو اومو موادو له شتون سره سره فابريکه دمناسب بازار نه شتون په نسبت هره  شيبه دتړل کيدو په لور ځي چې په دې صورت کې به ددغې فابريکې درې سوه درى ديرش تنه منسوبين هم بي برخليکه او دوزګارتو کسانو شمير به زيات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته