سیاست

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د څارنې او انسجام ګډ بورډ  په ۲۲ ناسته کې، ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په چهارچنارماڼۍ کې په جوړه شوې ناسته کې چې له افغانستان سره د یو شمېر مرستندویو هېوادونو او بین المللي سازمانونو استازو هم حضور درلود، جمهورريیس وویل: افغان ملت راتلونکې اوونۍ یو لوی سیاسي عمل پیلوي، دا به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام ضد دښمنانو او فرصت طلبو پر وړاندې عمل وي، افغان ملت د ۱۳۹۸ ل د ټاکنیزو مبارزو نوی څپرکی پرانېزي.
جمهورريیس زیاته کړه: د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ مې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو ډېر لګښت موږ په خپله ورکوو.
جمهوررييس څرګنده کړه: د افغانستان نننی تصویر متفاوت دی او زموږ نننۍ ټولنه په حرکت او هوساینه کې ده. ورو او په تدبیر خپل تاریخي سمبولونه چې څو کاله وړاندې د ورانۍ او جګړې په بېلګو بدل شوي وو، آبادوو.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: زموږ په سیاسي ادبیاتو او سینه په سینه روایت کې دوه اصطلاحات د تل لپاره حک شوي دي؛ جمهوریت او وطنوالي. هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای. دا هغه ارزښتونه دي چې زموږ زړور ځوانان ترې په ویاړ دفاع کوي او هېڅ سازش به دغه دوه اصلونه تر پښو لاندې نه کړي.
هغه وویل: افغانستان له هېچا او هېڅ بل ملت سره بنیادي جنجال نه لري. جنجال زموږ پر موقعیت دی. دغه موقعیت چې موږ لرو ورو، ورو یې په سیمه کې پر عوایدو  لرونکې څلور لارې او لا زیاتو عوایدو بدلوو.
جمهورريیس ټینګار وکړ چې هېڅ افغان نه غواړي بې وطنه شي او زیاته یې کړه: د بې وطنۍ او سرګردانۍ وخت تېر شوی دی. د خیرات ورکوونکو د دروازو شاته په کتار زموږ د ملت د درېدو وخت پای ته رسېدلی او په بشپړ ډول باید پایته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: د ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي د انتظار وخت پای ته رسېدلی او باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. موږ یو وخت د افکارو او تمدنونو د وصل ځای وو او باید خپل دغه تاریخي حیثیت اعاده کړو.
جمهورريیس څرګنده کړه: افغانستان باید د آسیا په وچه کې یتیم ماشوم نه وي. دا ملت باید په نړۍ کې بېوزله او بې کسه نه وي. هېڅکله نه! هغه هېواد چې هر څه لري، باید له هېڅ ونه وېرېږي. موږ سولې او پیوستون ته اړتیا لرو.
جمهورريیس وویل: موږ له اقتصادي لیدلوري د لاس او خولې مرحلې ته رسېدلي یوو. افغانستان د صعود په حال کې دی، نه د سقوط. څو کاله نور اړتیا لرو چې د هېواد عواید او مصارف برابر کړو.
جمهورريیس زیاته کړه: موږ نن له ترهګرۍ، داعشي او تکفیري افراطیت سره د مبارزې لومړۍ کرښه یوو. د افغانستان دولت د نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اساسي شریک دی، دغه مشارکت ډېر ارزښتناک او ډېر بامفهومه دی او د خیرات پر بنسټ نه دی.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو په مننې وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه، هغه هېواد چې مسوولانه خپل نړیوال او ملي رول ترسره کوي، د افغانستان خلکو ته زما پیغام د سولې او پرمختګ او نړۍ ته د مننې پیغام دی.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته