ګردیز باختر د چنګاښ د میاشتې ۶ مه
د لويې پکتیا د بېلا بېلو قومونو مشرانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې له دولت او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې سوله او اوربند وکړي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال امان الله امان د خبر له مخې، په همدې موخه همدا شېبه په پکتیا ولایت کې د لویې پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایت مشران راغونډ شوي او په جنګ کې له ښکیلو دواړو خواوو غواړي چې سوله او اوربند وکړي.
د دې غونډې بشپړ راپور وروسته خپريږي کېږي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ