امنیت

په لوګرکې د اوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

پل علم باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
اووه تنه ډار اچوونکي پرون د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د لوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو له منسوبانوسره په نښتوکې ووژل شول.
ابراهيم خيل زياته کړه چې په دغو نښتوکې څلور تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته