کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دولسي تړون دملي پروګرام په مرسته دڅه دپاسه درېو مليونو افغانيو په لګښت په قندهار کې ديوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړېږي .
باختراژانس ته دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتوادارې دمعلوماتوله مخې ، دغه ښوونځى دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام په مرسته د قندهارپه تخته پل کې جوړېږي .
په دې ودانۍ کې شپږ درسي خونې ، اداري خونې او نور اړين ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ